د هېواد نازک حالات نورې تجربې نه شي زغملی: بیرستر ګوهر

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر بيرسټر ګوهر علي خان وايي، د هېواد نازک حالات نورې تجربې نه شي زغملی، له ادارو يې غوښتنه کړې چې د فبرورۍ پر اتمه د خلکو لارې بندې نه کړي.
د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 10 بونير کښې ورکرز کنونشن ته خطاب په وخت ګوهر خان اوويل چې بلاول او مولانا په يو څلويښت کمرو کښې انټر پارټيز انتخابات کولي شي ولې دا به نه مني۔
د پي ټي آئي مشر د بيټ انتخابي نشان د مسلې په اړه عدليې ته هم شکايت کړے او د انتخابي نشان واپسي لپاره ئي عدالت ته د رجوع کولو اشاره هم کړې ده۔
یرسټر ګوهر وویل، خلک او کار کوونکي باید خپل کاندیدان وپېژنيي او ددوی په انتخابی نښو مهر ولګوي.






