نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وايي د ايران په وړاندې د پاکستان ځواب د هند په ګډون د ټولې سيمې لپاره يو پيغام وو

0
171

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وايي د ايران په وړاندې د پاکستان ځواب د هند په ګډون د ټولې سيمې لپاره يو پيغام وو.

يو شخصي ټي وي سره په يوه مرکه کې د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وويل ايران ته د ځواب نه ورکولو هيڅ آپشن نشته، ايران ته د ځواب ورکولو کريډټ د پاکستان د پوځ مشر په ځانګړې توګه د پوځ مشر ته ځي.

نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي ايران ته دپاکستان ځواب دټولې سيمې لپاره يو پيغام دى، دايران ځواب يقيناً دهندوستان لپاره يو پيغام دى، دسياسي حالاتو باوجود دپاکستان ددغه اقدام ټول ولس ملاتړ کړى دى.
نوارالحق کاکړ وویل چې دا ستونزمنه پریکړه ځکه وشوه چې کله د هند له خوا داسې اقدام وشي نو موږ ته بالکل واضحه ده چې ځواب به یې ورکړو، نړۍ وګوري چې پاکستان څه ډول عکس العمل ښيي، که د ایران اقدام ته پام وکړئ. لکه څنګه چې سمه ده، تاسو به چپ یاست، زه د ایران د اقدام په منطق نه پوهېدم ځکه چې ټول ارتباطي چینلونه شتون لري، په همدې حال کې ما په داووس کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه درلوده.
انورحق کاکړ وويل ډيرو خلکو اصرار کاوه چې زه يو بيان جاري کړم خو ما انکار وکړو، بيان مې نه دی جاري کړی ځکه چې کله زمونږ ځواب راشي نو دا به زمونږ اظهار هم وي.

هغه وويل، چې موږ له ايران سره کومه سرحدي شخړه نه لرو، ايران د ځينو اشخاصو او ډلو په اړه تحفظات لري، خو د پاکستان تحفظات له دوى څخه زيات دي، خو ايران ومنله، چې د پاکستان په عملياتو کې وژل شوي کسان بهرنيان دي.

ده ووئيل په استخباراتي او پوځي كچه د چينلونو په كارولو سره به د پاك ايران پوله صورتحال نوره هم ارامه شي۔

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو ورځو کې ايران د پاکستان له هوايي حريم څخه سرغړونه وکړه او د بلوچستان د پنګجور سيمې پر يوه کوچني کلي يې توغنديز بريدونه وکړل چې له امله يې دوه نجونې شهيدان او درې نور ټپيان شول. په دې وخت کښې پاکستان د ایران سفیر له پاکستاته تللو امر وکړو او له تهرانه یې هم خپل سفیر واپس راغوښتی وو.

بله ورځ پاکستان د ایران د بریدونو په ځواب کې په سیستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل چې په ترڅ کې یې څو تنه ترهګر ووژل شول.

Leave a reply