اسلام اباد هائي کورټ د عدت په مهال نکاح د مقدمې د اورېدنې حکم غځولی دی

TOPSHOT - Former Pakistan prime minister Imran Khan (C) with his wife Bushra Bibi (L) arrive to appear at a high court in Lahore on May 15, 2023. Former Pakistan prime minister Imran Khan was due back in court on May 15 after his arrest and brief detention last week sparked days of deadly civil unrest. (Photo by Arif ALI / AFP) (Photo by ARIF ALI/AFP via Getty Images)
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د عدت په مهال نکاح د مقدمې د اورېدنې حکم غځولی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان او بشرې بي بي د عدت نکاح په مقدمه کښې د شکايتونو د ختمولو د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکښې د پي ټي آئي باني او د بشرې بي بي وکيل سلمان اکرم راجا عدالت ته حاضر نه شو.
د سلمان اکرم راجا اسسټنټ وکيل د مقدمې اورېدنه راتلونکې هفتې پورې ځنډولې او د خاور مانيکا وکيل راجه رضوان عباسي د مقدمې نه د حکم ختمولو خواست وکړو.
وکيل خاور مانيکا وويل چې عدالت حکم امتناع جاري کړې ده، هغه دې لرې کړل شي، د داسې رليف اخستو وروسته څوک عدالت ته نه راځي نو عدالت دې د مقدمې اورېدنه سبا ته وکړي.
په دې اړه جسټس عامر فاروق وويل دده په لوري درې وکيلان دي
وروسته عدالت د عدت په موده کې د نکاح د مقدمې اورېدنې د منع کولو حکم د جنورۍ تر 31مې نېټې پورې غځولو سره اورېدنه وځنډوله.






