د مسلم ليګ (ن) مشر او سينئر سياستوال جاويد هاشمي وئيلي دي چې په مسلم ليګ (ن) کښې وو او پاتې به شي

0
190

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر او سينئر سياستوال جاويد هاشمي وئيلي دي چې په مسلم ليګ (ن) کښې وو او پاتې به شي۔

د جاوید هاشمي په کور کې د پاکستان تحریک انصاف د ورکرز کنونشن لپاره تیارۍ روانې دي.

په دې اړه له جيو نيوز سره په خبرو کې جاويد هاشمي وويل چې زما او زما د زوم په کور چاپه اچولو سره دوی څه ثابتول غواړي؟جاويد هاشمي وويل زه په مسلم ليګ (ن) کې وم او اوس به هم پاتې کېږم، تر چاپې وړاندې ښايي د پي ټي ائي ورکرز کنونشن ته نه و تللى خو اوس به ځم.

ياده دي وي چي پوليسو د تحريک انصاف کارکنانو کنونشن دوران ملتان کښي د جاويد هاشمي په کور چاپه وهلي او د پي ټي آئي اميدوار ئي ګرفتار کړي دي۔

Leave a reply