د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم ورنګزېب د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو ته په چوکاټ کښې دننه د خبرو کولو مشوره ورکړې ده

0
61

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم ورنګزېب د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو ته په چوکاټ کښې دننه د خبرو کولو مشوره ورکړې ده۔

يو بيان کښې مريم اورنګزېب وويل د بلاول بهټو ژبه افسوسناکه ده، هغه زمونږ سره خارجه وزير وو، هغه بايد د کارکردګۍ په بنياد خبرې وکړي.

هغه وويل بلاول په دې وروستيو کې پنجاب ته راغلى دى، په پنجاب کې يې د (ن) ليګ پروژې نه دي ليدلي، (ن) ليګ له هغو کسانو سره سيالي کوي چې په اليکشن کميشن کې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کوي، د سياسي ګوندونو سره زموږ سيالي له منځه تللې ده.

د ن لیگ ترجمان ویلي نواز شریف به ولس ته ریلیف ورکوي، بلاول بهټو باید چوکاټ کښې دننه خبرې وکړي، پی پی پی د کنځلو سیاست یو ځل بیا شروع کړی دی.

Leave a reply