نگران وفاقي کابينې په وفاقي بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) کښې د اصلاحاتو لپاره يو بين الصوبائي کميټي جوړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
نگران وفاقي کابينې په وفاقي بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) کښې د اصلاحاتو لپاره يو بين الصوبائي کميټي جوړه کړې ده۔
په ایف بي آر کې د اصلاحاتو لپاره جوړه شوې بین الوزارتي کمېټۍ به د خزانې سرپرست وزیر کوي.
د نجکاری، خارجه چارو، تجارت، انرژی، قانون او انصاف او آئی ټی وزیران به هم په کمېټۍ کښې شامل وی او کمېټۍ به د وفاقی کابینې په راتلونکې غونډه کښې د دې وړاندیزونو په اړه خپل سفارشات وړاندې کوی.نگران وزيراعظم او د کابينې ټولو غړو د ايف بي آر اصلاحاتو د تجويزونو منظوري ورکړې ده۔
نگران وزيراعظم وئيلي دي چې نگران حکومت به ايف بي آر کښې د اصلاحاتو ايجنډا مکملوي۔
بايد يادونه وشي چې د ايف بي آر د لوړ پوړو مشرتابه لخوا د ايف بي آر اصلاحاتو او د هغې د ډيجيټل کولو پروسې په وړاندې سخت مقاومت شتون لري.
د ایف بي آر د انلینډ ریونیو سروسز او کسټم ګروپ سره تعلق لرونکي افسرانو ډلې د کابینې غونډې نه وړاندې د پاکستان الیکشن کمیشن مخې ته حاضرې شوې او خبرداری یې ورکړ چې د عبوري حکومت لخوا په دې معامله د سمري منظورولو سخت مخالفت وکړي.د ايف بي آر د اصلاحاتو مخالفت کولو افسرانو اووئيل چې دوي باور لري چې نگران حکومت ايف بي آر کښې د لويو بدلونونو اختيار نه لري۔