حکومت د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) ته د نیب په ګډون د فساد ضد ادارو کې د سیاسي لاسوهنې د ختمولو ډاډ ورکړې دې.

باغی ټي وي رپورټ
حکومت د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) ته د نیب په ګډون د فساد ضد ادارو کې د سیاسي لاسوهنې د ختمولو ډاډ ورکړې دې.
جیو نیوز ته د ترلاسه شوي سند له مخې د پیسو نړیوال صندوق د فساد او پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره د ادارو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د سند له مخې، حکومت د نېب په ګډون د فساد ضد ادارو کې د سیاسي لاسوهنو د پای ته رسولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د کابینې له تصویب سره به د فساد پر وړاندې د مبارزې چوکاټ ښه کولو لپاره یو راپور خپور کړي.
په سند کې راغلي، چې حکومت د رشوت، درغليو او اختلاس د مخنيوي لپاره د بنسټونو پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړى او ويلي يې دي، چې د فساد د پېژندلو، د ادارو د روڼتيا او اغېزمنتيا، د خلکو د استازو او د کابينې د غړو په برخه کې به اصلاحات راولي. د افشا شویو شتمنیو په اړه معلوماتو ته لاسرسی ورکړل شي.
حکومت د نیب چیرمین په میرټ د ټاکلو او د تحقیقاتو لپاره د نیب دائره اختیار ټاکلو باور ورکړی دی.
د سند له مخې، IMF ته ډاډ ورکړل شوی چې د فساد ضد کاري ځواک به جوړ کړي، د نړیوالو تجربو لرونکي کارپوهان او مدني ټولنې به په کاري ځواک کې شامل کړي او د فساد ضد کاري ځواک به خپل راپور د مارچ په میاشت کې خپور کړي.






