د پاکستان تحريک انصاف پارليماني غړي پرويز خټک وئيلي دي چي عمران خان دماغي مريض دے او په هيڅ نه پوهيږي۔

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف پارليماني غړي پرويز خټک وئيلي دي چي عمران خان دماغي مريض دے او په هيڅ نه پوهيږي۔

په مردان کې یوې جلسې ته په وینا کې پروېز خټک اوویل چې بې ایمانه حکمرانانو په ملک ظلم کړی او ملک یې د قرضونو په خټو کې اچولی دی.

ده ووئيل چې د پي ټي آئي باني د نورو نه دوه چنده قرضونه واخيستل، عمران خان راغے او له لوټمارۍ وروسته لاړ، هغه زما د وضاحت نه پس هم پوه نه شو۔

هغه وويل چې صوبې ته زما حکومت راځي، د چا پلار يې هم مخه نه شي نيولى، خلک بايد د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې صادق خلک وټاکي.

وروستو په صوابۍ کې يوې جلسې ته په وينا کې پرويز خټک وويل چې دپي ټي ائي باني په ذهني مريض دى اؤ په هيڅ نۀ پوهيږي، يواځې دبډايانو سره ملګرتيا کوي.

ده ووئيل چې د پي ټي آئي باني په دې خبر نه وو چې ما د صحت كارډ شروع كړے وو، ما په خېبر پښتونخوا او مركز كښې هم حكومت جوړ كړے وو، د پي ټي آئي باني په هيڅ خبره نه پوهېدل۔

ده ووئيل د فبرورۍ په اتمه به زه وزيراعلي يم او حكومت به د پي ټي آئي وي۔

Leave a reply