په اولپنډۍ کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ځايي مشرانو ترمنځ د ټکټونو د وېش پر سر اختلافات مخې ته راغلي دي

باغی ټي وي رپورټ
په اولپنډۍ کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ځايي مشرانو ترمنځ د ټکټونو د وېش پر سر اختلافات مخې ته راغلي دي. ځايي مشرانو د ټکټونو د وېش پر سر د پي ټي ايي شمالي پنجاب پر مشرې سیمابي ستي برید کړی او د هغه د استعفا غوښتنه یې کړې ده.
د پي ټي ائي ناراضه کارکنانو يوه ډله جوړه کړې ده او د صوبائي اسمبلۍ سيټ PK-82 نه يې د پارټۍ اميدوار کامران بنګش په ضد انتخاباتو کښې د مقابلې فيصله کړې ده.
په دې لړ کې د پي ټي ائي ضلعې راولپنډۍ صدر چوهدري زبير آډيو مخې ته راغلې ده چې پکې هغه وئيلي دي چې د شمالي پنجاب صدر او جنرل سيکرټري دې د پارټۍ سره ټوکې ټکالې بندې کړي.
په آډیو کې نوموړي ویلي چې د ټکټونو په وېش کې ورسره مشوره نه ده شوې، ایا موږ یوازې زورول شوي، د تحریک انصاف ځايي مشرتابه دې پر پرېکړو له سره غور وکړي او یا دې استعفا ورکړي.
د ډلې مشر ظفرالله خټک وئيلي دي چې پي ټي آئي کښې هر څه د پرويز خټک په امر روان دي۔
د جيو نيوز له نمائنده سره د خبرو په مهال هغه وويل په پارټۍ کې د پرويز خټک کسان شته چې د پرويز خټک وزيراعلي جوړولو لپاره ساتل شوي دي.






