نواز شریف سره به په ګډه د پاکستان اقتصاد ښه کوو: جهانګریر ترین

0
130

باغی ټي وي رپورټ
د استحکام پاکستان ګوند مشر جهانګیر ترین ویلي، چې له نواز شریف او شهباز شریف سره به په ګډه حکومت جوړوي او له شریف وروڼو سره به په ګډه د هېواد اقتصاد ښه کوي.

په ملتان کې انتخابي جلسې ته په وینا کې جهانګیر ترین ویلي چې زه به تل د پاکستان لپاره هلې ځلې کوم، له ما سره ژمنه وکړه چې دا هیواد به ښکلی کړم.

ده ووئيل چې د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې به د شريف وروڼو سره په ګډه د هېواد پرمختګ او د هېواد معيشت ښه كوي۔

هغه وویل چې امریکا، روسیه او چین د خپل اقتصاد له امله لوی هیوادونه دي، که زموږ اقتصاد روښانه شي نو هیواد به روښانه شي.

د استحکام پاکستان ګوند مشر وویل د ووټ په طاقت او د حلقې د خلکو په مرسته به هیواد د پرمختګ په لاره روان کړو، اوس دا ستاسو مسولیت دی چې ښه خلکو ته ووټ ورکړئ او هیواد پرمختګ وکړئ.

ياده دې وي چې په عامو انتخاباتو کې د مسلم ليګ (ن) او استحکام پاکستان ګوند تر منځ په پنجاب کې د قومي او صوبايي اسمبلۍ پر څوکيو لانجه شوې ده.

Leave a reply