د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې زمونږ منشور کښې د نفرت سياست نشته، د نفرت او تفرقې د سياست دفن کولو لپاره ټولټاکنو کښې برخه اخلم

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې زمونږ منشور کښې د نفرت سياست نشته، د نفرت او تفرقې د سياست دفن کولو لپاره ټولټاکنو کښې برخه اخلم۔

ساهیوال کښې یوې جلسې ته په خطاب کښې بلاول بهټو وویل که تاسو فکر کوئ چې زړې سیاست کوونکی په کور کښې پاتې شی نو تیر مه وهه خو که د انتقام او زوړ سیاست غواړې نو شیر ټاپه کړه.

بلاول بهټو وويل هيواد په سخت وخت کې تير دى، خلک يو دبل سره په جګړه بوخت دي، که مونږ په خپلو کې ويشلو او جنګولو ته دوام ورکړو نو ګټه به يې ملک دشمن عناصرو ته رسيږي.
هغه وویل چې موږ به د هیواد برخلیک بدلوو، ستونزې به حل کوو، د دې لپاره موږ یوازې یو چانس ته اړتیا لرو، څلور نه.

بلاول بهټو وويل اشرافو ته د ۱۵۰۰ اربه روپو سبسډي بندولو سره به يې بزګرانو ته ورسوي.

هغه وويل، چې که حکومت واک ترلاسه کړي نو ښځو ته به بې سود پورونه او د کروندګرو کارتونه ورکړي، کروندګرو ته به د حاصلاتو اصلي بيه او بيمه ورکړل شي.

Leave a reply