ټول ټاکنو کښې به د پاکستان تحریک انصاف په بشپړه توګه صفایی وکړي: مولانا فضل الرحمان

0
168

باغی تي وي ربورټ
د جميعت علمائے اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چا چې زمونږ د ختمولو خبرې کولې نن خپله در په در ګرځي، هغه زیاتوي چې په ټولټاکنو کښې به يې په مکمله توګه له منځه وړي۔

د لکی مروت په حاجي کبیر خان کېمپ کې ورکرز کنونشن ته د وینا پر مهال مولانا فضل الرحمان وویل چې عمران خان د خپل حکومت د ختمولو پړه په امریکا اچوله خو کله چې یې د ژوند بچ کول غوښتل نو د امریکا نه یې مرسته غوښتې ده.

ده ووئيل په 2018ء كښې د دھاندلې په ذريعه يو سړے په هېواد مسلط كړے شو٬ چا چې د هېواد بېړۍ ډوبه كړې٬ بانيان به د پي ټي آئي سياست ختمولو پورې خپله لاره نه پرېږدي۔

هغه زیاته کړه، هغه نوماندان چې نن زموږ په سیالۍ کې ولاړ دي، له ایمانه بې برخې دي، نوموړی زیاته کړه چې موږ دا پګړۍ په خپلو سرونو دې لپاره نه دي په سر کړي چې هغوی ته سرونه ټیټ کړو.

مولانا فضل الرحمان وويل کله چې جمعيت علماء اسلام په خيبرپښتونخوا کې واک ته راغلو نو مونږ په 12 ضلعو کې مفت تعليم، د پرائمري څخه تر انټرميډيټ پورې کتابونه، د اے کټګورۍ هسپتالونه جوړ کړو او د مفت علاج لپاره به هم پروژې پيل کړې.

هغه وويل، جمعيت اسلامي تل په نړيواله کچه د حق بيرغ پورته کړى، موږ په نړيواله کچه پر فلسطين د اسرائيلو له لوري او پر افغانستان له امریکا لوري د ناقانونه اشغال پر ضد غږ پورته کړى او د ظلم پر وړاندې مو هم هروخت غږ پورته کړې دې.

Leave a reply