د پاکستان تحریک انصاف د انتخابي نشان د مقدمې د فیصلې وروستو په سوشل میډیا د عدلیې خلاف کمپاین چلوونکو پر ضد محاصره سخته شوی دی، د پلټنو په مهال د ۵۰۰ نه زیات اکاونټونه په ګوته شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د انتخابي نشان د مقدمې د فیصلې وروستو په سوشل میډیا د عدلیې خلاف کمپاین چلوونکو پر ضد محاصره سخته شوی دی، د پلټنو په مهال د ۵۰۰ نه زیات اکاونټونه په ګوته شوي دي.
د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د انتخاباتي نښان په تړاو د قضيې له متفقه پرېکړې وروسته هغه کسان په نښه شوي چې د سترې محکمې د قاضيانو پر ضد یې ناوړه او ناوړه کمپاین پیل کړی دی.
د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) د عملیاتو مشر وقارالدین ویلي چې د ټولنیزو رسنیو تر ۵۰۰ زیات اکاونټونه په نښه شوي دي.
هغه وويل دټولنيزو ميډيا اکونټونه څارل کيږي دغه ټول کسان به دقانون منګولو ته وسپاري.
ياده دې وي چې سپريم کورټ کې د انتخابي نښان په اړه د پاکستان تحريک انصاف په مقدمه کې د متفقه فېصلې وروستو په سوشل ميډيا د عدليې خلاف کمپاين پېل شوی ؤ.
جے آئي ټي په سوشل ميډيا د عدليې ضد مهم کښې د ککړ عناصرو پېژندګلوۍ لپاره جوړه کړې شوې وه ولې د عدليې خلاف کمپاين کښې د کارروايۍ په مهال په کمپاين کښې د ککړو څو سوه اکاونټس هم بند کړې شوي وو۔