په بلوچستان کښې د ښځینه بریدګرې ځانمرګي برید ګواښ، د ټاکنو په اړه ځانګړې امر صادر شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د بېلا بېلو ضلعو ډپټي کمشنرانو د ټاکنو په تړاو د امنيتي سلاکارۍ امر صادر کړی، چې له مخې يې ښځينه ځانمرګي بريدګر په غونډو او مشرانو په نښه کولی شي.
د بلوچستان د کوهاټ، کوهلو، خضدار او مستونګ ضلعو ډپټي کمشنرانو د انتخاباتو امیدوارانو ته د امنیت په اړه مشوره جاري کړې ده.
د سلاکار په وینا ترهګر ښايي د ټاکنیز کمپاین پر مهال سیاسي مشران او غونډې په نښه کړي.
د کوهلو او خضدار ډپټي کمشنرانو ويلي دي چې ښځينه ځانمرگي بريد کوونکي کولی شي چې جماعتونه او مشران په نښه کړي.
نوماندانو ته لارښوونه شوې چې په خلاصو ځایونو کې د غیر ضروري ترافیک او عامه غونډو څخه ډډه وکړي.
په امنیتي مشاوریت کې له کاندیدانو غوښتل شوي چې دې مسلې ته ډېر پام وکړي.






