ملګرو ملتونو عمومي منشي او اروپايي ټولنې د ایران او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکیچ په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده

0
83

باغی ټي وي رپورټ
ملګرو ملتونو عمومي منشي او اروپايي ټولنې د ایران او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکیچ په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه بیان کې ویلي، چې سرمنشي وايي، ټولې امنیتي اندېښنې باید د خبرو له لارې هوارې شي او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي، څو د کړکېچ د لا زیاتېدو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، دواړه هېوادونه باید د ملي حاکمیت، سیمه ییز امنیت او ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې مسایل حل کړي.
له بلې خوا اروپايي ټولنې هم د پاکستان او ایران پر حالاتو جدي اندېښنه ښودلې ده.

د اروپايي اتحاديې وياند وايي، په منځني ختيځ او له هغې بهر د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.د وياند په وينا، په پاکستان، عراق او ايران کې بريدونه د اروپايي ټولنې د اندېښنې لامل دي.

Leave a reply