د پاکستان مسلم ليګ (ن) پنجاب صدر رانا ثناالله د ايران په اړه د پي ټي آئي د پخواني مشر بيان غداري بللې ده

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) پنجاب صدر رانا ثناالله د ايران په اړه د پي ټي آئي د پخواني مشر بيان غداري بللې ده.

رانا ثناءالله وويل چا چې له اسرائيلو او هند څخه چندې ترلاسه کړې وې دا بيان يې ورکړی ؤ، دغه غدار د څلورو کلونو لپاره په پاکستان مسلط وزيراعظم ؤ.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د حملې د غندلو پر ځای یې د پاکستان د حاکمیت په حق کې د جوړجاړي لپاره بیان ورکړی دی، هغه د پاکستاني ماشومانو په شهادت نه، بلکې د ترهګرو په وژلو غمجن دی.

هغه وويل چې دغه بيان يواځې دترهگرو وياند ورکولى شي نه يو وطن دوست پاکستانۍ داسې بیان ورکولې شي.

رانا ثناء الله غوښتنه وکړه چې د دې بیان په ضد دې د نهم مې د مجرم په ضد د پاکستان خلاف د غدارۍ مقدمه درج کړل شي.

دې نه علاوه د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره د انتخاباتو په اړه خبرو کښې د داخله پخواني وفاقي وزير اووېل چې د مسلم ليګ ن منشور باندې کار مکمل شوے دے او په يو دوه ورځو کښې به اعلان شي۔

Leave a reply