د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د پاکستان او ایران په پوله د تاو تریخوالي باوجود یې ټول پام د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو په ترسره کولو متمرکز کړی دی

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د پاکستان او ایران په پوله د تاو تریخوالي باوجود یې ټول پام د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو په ترسره کولو متمرکز کړی دی.
کله چې دی نیوز ورځپانړې د ټاکنو کمیسیون له ویاند سره اړیکه ونیوله او پوښتنه یې وکړه چې ایا د پاکستان او ایران تر منځ اوسنۍ کړکېچ به د فبرورۍ د اتمې نیټې په ټاکنو او د هغوی پر مهالویش اغیز وکړي، ویاند وویل چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون به خپل مهالویش بدل نه کړي او زیاته ی کړه چې ټاکنې په په ټاکلې وخت او ټاکل شوې نېټه ترسره کړي.
هغه وویل چې د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو لپاره په تیاریو بوخت دی او د پاکستان او ایران د کړکیچ له امله د انتخاباتو د نیټې د بیا کتنې لپاره هیڅ ډول وړاندیز یا اختیار تر غور لاندې نه دی.
هغه وویل چې موږ د معمول په څیر کار کوو او د فبرورۍ په اتمه د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتووالی روان دی.
په دې اړه د اطلاعاتو وزير مرتضي سولنګي هم وويل، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.
ده ووئيل چې د پاكستان او اېران تاو تريخوالي به په ټولټاكنو او د هغوي په مهالوېش كومه اغېزه ونكړي، ده هغه په دې اړه رای وه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه لانجه كمه شوې ده۔






