د پاکستان او ایران تر منځ له کړکېچن وضعیت وروسته د مثبت پیغامونه تبادله شوې ده چې دا یو ډیر ښه پرمختګ دې

0
385

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان او ایران تر منځ له کړکېچن وضعیت وروسته د مثبت پیغامونه تبادله شوې ده چې دا یو ډیر ښه بدلون دې او د ګاونډي هیوادونو په ښو اړیکو به تمام شي.

د خارجه دفتر وياند د پاكستان او ايران ترمېنځه د مثبتو پېغامونو د تبادلې تصديق کړې دې.مهمه ده چې یادونه وشي چې د نهې په ورځ په ۱۶ م جنوري پرته د کومو معلوماتو شریکولو ایران د بلوچستان په سیمه برید وکړو او یو شمیر پاکستاني عام وګړي ی شهیدان کړل چې په ځواب کښې ی پاکستان پرون د زیارت په ورځ مرګ بر سرمچار اپریشن ترلاندې په ایران کښې په بلوڅ ترهګرې ډلې په مرکز برید وکړو او بلوڅ ترهګرو ته ی مرګ ژوبله واړوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رحیم حیات قریشي خپل ایراني سیال سید رسول موسوي ته په ځواب کښې اوچویل ې ګرانه ورور رسول موسوي زه ستاسو احساساتو ته ځواب ورکوم.
د بهرنیو چارو مرستیال ایراني ډیپلوماټ ته وویل چې پاکستان او ایران وروڼه ګاونډي هیوادونه دي او د ورونړو په څیر اړیکې لري، زیاته ی کړه چې د مثبتو خبرو اترو له لارې به د ټولو مسلو هوارولو لپاره مخ په وړاندې ځو او د ترهګرۍ په ګډون زموږ په مخ یو شمیر ننګونې او ستونزې ګډو اقداماتو ته اړتیا لري.

دایران داسلامی جمهوریت دیپلومات اوویل چې د دواړو هیوادونو مشران او لوړپوړي چارواکی په دې پوهیږی چې د پاکستان او ایران جنګ څخه به دښمنان او ترهګر ګټه پورته کړي او نن سبا د اسلامی نړۍ اصلی ستونزه په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو مخنیوې کول دي .

Leave a reply