د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان واپس بللو فيصلې يو ځل بيا دا هېواد د ترهه ګرۍ په لور روان کړے دے۔

بلاول په عمران خان سځته نیوکه کړې او وایی چې پخواني وزيراعظم پارليمان څخه د پوښتنه کولو پرته ټي ټي پي ته عام معافي ورکړه
0
72

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان واپس بللو فيصلې يو ځل بيا دا هېواد د ترهه ګرۍ په لور روان کړے دے۔

په يو ټي وي مرکه کې بلاول بهټو وويل دپي ټي ائي پخوانى وزيراعظم دطالبانو اؤ بيلا بيلو ادارو په اړه ځانگړي افکار لري.

هغه وويل چې پخواني وزيراعظم پارليمان څخه د پوښتنه کولو پرته ټي ټي پي ته معافي ورکړه، که چرې ټي ټي پي سره خبرې کولاى نو د پاکستان اساسي قانون به يې منلى واى.
بلاول بهټو وويل پخواني وزيراعظم عمران خان په غير مشروطه توگه دترهه گرۍ په پيښو کې ککړو کسانو ته بلنه ورکړې چې په پاکستان کې پاتې شي.

ده په مسلم لیګ (ن) نیوکه وکړه او ویې ویل چې نواز شریف د مالیې د وزیر په بدلولو سره هیواد د ډیفالټ په خطر کې اچولی دی.

Leave a reply