مرګ بر سرمچار، پاکستان د سه شنبې په ورځې د ایران د برید ځواب ورکړې دې
باغی ټي وي رپورټ
ایران په ۱۶ جنوري د نهې په ورځ د پاکستان په بلوچستان سیمه کښې بغیر د څه لومړۍ خبرتیا برید ترسره کړه،په میزایلو سره ی په سیمه کښې د عام وګړو آبادي په نښه کړه او د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمیر عام وګړي ی شهیدان کړل.
پاکستان دفتر خارجه ددې برید سخته غندنه وکړه، دې سره امریکا هم پر پاکستان زمکه له ایران څخه برید په سختو ټکو کښې وغندل.د پاکستان وزارت خارجه څخه هم یو رسمې پانړه خپره شوي ده او په ایران کښې ی د بلوڅ ترهګرو مرکزونه نښه کولو تاید کړې دې.
نن سهار په سوشل میډیا داسې خبرونه خپاره شول چې پاکستان له لوري په ایران کښې د بلوچستان یوې ترهګرې ډلې په مرکزونه برید کړې او یو شمیر ترهګر ی په نښه کړي او وژلي دي، خو په رسمي توګه ددې برید تاید یا تردید و نه شول خو څه وخت روسته بیا د پاکستان وزارت خارجه دا برید تصدیق کړو.
بل اړخ ته د ایران رسمي خبري اژانس هم په ایران کې د پاکستان له خوا ترسره شوي بریدونه تایید کړل.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د پاکستان د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ د ایران په سویل ختیځ ښار ساروان کې توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې اووه کسان وژل شوي چې ایراني اتباع نه وو.
د ایرنا د خبر له مخې د سیستان د والي مرستیال علي رضا مرحمتي ویلي چې دغه برید په سیمه ایز وخت د سهار په ۴:۰۵ بجو د ایران سرحدي کلی په نښه شوی دی.