پاک افغان پوله تورخم نن په شپږمه ورځ هم د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلې ده

لنډي کوتل: د تورخم پوله تړلو له امله د پولې دواړو اړخونو ته په سلګونو سوداګریزو توکو ډک ګاړي بند پاتې دي. انځور: نصیب شاه شینواري
نصیب شاه شینواري
پاک افغان پوله تورخم نن په شپږمه ورځ هم د بار وړونکو موټرو د چلوونکو لپاره د سفري اسنادو د شرط نه پلي کیدو له امله تړلې ده چې له امله یې سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دې او د دواړو هیوادونو اقتصاد ته هره ورځ په ملیونه ډالر زیان رسي.
د پاکستان کسټم هاوس سرچینو د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه پاکستان ته داخلیدونکي بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزه شرط ی عملي کولوچارې څلور ورځې وړاندې پیل شوې.
د پاسپورټ او ویزه شرط له امله له افغانستان څخه د هغه موټر چلوونکو پاکستان ته د ننوتو مخه ونیول شوه چې ویزې ی نه لرلې او دغه شاه په ځواب کښي ی افغان چارواکو پاکستاني بار وړونکو موټرو ته هم اجازه ور نه کړه چې سوداګریز توکي افغانستان ته ورسوي او تورخم پوله ی وتړله.
دا خبره مهمه ده چې پرون هم په تورخم پوله د ویزې شرط لګولو په ضد سوداګرو او د تورخم کسټم ایجنټانو اتحادیی مشرانو یوه لویه احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه ی وکړه چې د ویزې شرط لګولو په اړه دې باروړونکي موټر چلوونکو سره نرمي وشي. د پاک افغان پولې بندیدو له وجې هره ورځ د پاکستان اقتصاد ته ۱۵ کروړه روپۍ تاوان رسي.
په پاک افغان پوله تورخم بندیدو له وجې تاجران، کسټم ایجنټان او ټرانسپورټران له سختو مشکلاتو سره مخ دي، ملي خزانې ته د ورځې ۱۵ کروړه روپۍ تاوان رسیږي. دا خبرې پرون په تورخم پوله د کسټم کلیرینس ایجنټانو یونین مشر ایمل خان شینواري د احتجاج په مهال وکړي.
نوموړي اوویل چې تیرو ۵ پینځو ورځو نه تورخم پوله تړل شوې ده،سوداګرو،ډرایوران او ځایی مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
زیاته ی کړه چې هره ورځ زمونږ معیشت ته ۱۵ کروړه روپۍ تاوان رسیږي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د باروړونکو ګاړو چلوونکو سره د ویزې په اړه نرمي وشي.
لاريون کوونکو ته په وينا کښې معراج الدين شينواري او ایمل خان وويل، چې د دواړو هېوادونو چارواکو ته ور په ګوته کوو، چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د تورخم په پوله کې بار وړونکي موټر ولاړ دي، چې له امله يې ملي خزانې ته هره ورځ ١٥ کروړه روپۍ تاوان رسیږي او د دې تر څنګ د مېوو او سبزیجاتو سوداګر له زیات مالي زیان سره مخ دي ځکه پوله تړلو له امله تازه میوې او سبزیانې خرابې شوې چې سوداګر ی د زیات مالي زیان سره مخ کړل.
هغه غوښتنه وکړه، چې دغو موټرو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي او د پاسپورټ او د ويزې په شرايطو کې دې د موټر چلوونکو لپاره ځانګړي رعایتونه ورکړل شي او دوی سره دې نرمي وشی او د سوداګرو د ښه والي او دوه اړخيزې سوداګرۍ د ښه والي لپاره دې ضروري تدابيرونه او پالیسۍ عملي کړې شی. غوښتنه ی وکړو چې د دواړه لوري اولس لپاره دې د زیات کار،روزګار او مزدورۍ لپاره زیاتې موقع برابرې او پیدا کړې شي.
مشرانو دغه راز غوښتنه وکړه، چې د خلکو او د ملک پر ضد سياست او پالیسۍ دې دې له منځه يوړل شي او له ګاونډي هېوادونو سره دې د دوستانه اړيکو د پراختيا لپاره ګټورې پالیسۍ او نظام راوړل شی چې د پاکستان او افغانستان اقتصاد او د اولس په ګټه تمام شي.
افغان چارواکي وايي، تر هغو به پاکستاني بار وړونکو موټرو ته افغانستان ته د ننوتو اجازه نه وي چې پاکستاني چارواکي د پاسپورټ شرط نه وي لرې کړی.
د جیو نیوز یو راپور له مخې، ددې خبرې باید یادونه وشی چې پاک افغان پوله په چمن کښې د باب دوستي سره د پرلت له امله د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري له دوو میاشتو راهیسې بنده ده، په داسې حال کښې چې شمالي وزیرستان د انګور اډه پوله هم له ۷۰ ورځو راهیسې د دوه اړخیزه سوداګرۍ پر مخ تړل شوې ده.