د پنجاب میداني سیمې نن د غیرمعمولي او زیاتې لوخړې لاندې دي چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب میداني سیمې نن د غیرمعمولي او زیاتې لوخړې لاندې دي چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې د لاهور ښار او شاوخوا سیمو کې سخت دړې وړې دي چې له امله یې د موټرو په ګډون لویې لارې تړل شوې دي.

د دې نه علاوه د لاهور ائيرپورټ او شاوخوا سيمو کښې د سخت دند له وجې د سترګو نظر حد ډېر کم شوې دې.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند وايي، ښاریان دې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي، موټر ورو تګ وکړي او د فوګ څراغونه دې وکاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *