که آیی ایم ایف ته مو د نه تګ پرېکړه وکړه نو بیا به په کلکه ملا تړل وي: اسحاق ډار

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مسلم لیګ نواز مشر او د مالیې پخواني وزیر اسحاق ډار ویلي، که حکومت جوړیدلو وروسته یې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) ته د تلو پرېکړه وکړه، نو سمدستي به لاړ شي او که د نه تګ پرېکړه ی وکړه نو بیا به په کلکه ملا تړل وي.

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې ده ووئيل که چرې مونږ حکومت کښې راغلو نو زمونږ په ايجنډا کښې به خصوصي کول وي ځکه چې د دې نه بغير زمونږ هيڅ مستقبل نشته۔

اسحاق ډار وويل مونږ سره د بنيادي اصلاحاتو پرته بله چاره نشته. د خبرو پر مهال د مالیې پخواني وزیر وویل، تمه ده چې په ټاکنو کې به له ساده اکثریت څخه زیاتې بریاوې ترلاسه کړو، ساده اکثریت ترلاسه کول په دې معنا نه دي چې نور ګوندونه دې په حکومت کې شامل نه شي.

هغه وويل که نور ګوندونه وغواړي نو په کابينه کې به يې برخه جوړولى شي او په بيلا بيلو څانگو کې به دهغوى خدمات اخستلى شي.

Leave a reply