د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان او بشرا بي بي په ضد د عدت په ورځو کښې د نکاح مقدمه او ناجایز تعلقاتو مقدمه خارج کړي ده
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان او بشرا بي بي په ضد د عدت په ورځو کښې د نکاح مقدمه او ناجایز تعلقاتو مقدمه خارج کړي ده۔
جوډيشل مجسټرېټ قدرت الله د سيکشن 496B تورونو مقدمه خارج کړه۔
د پي ټي آئي باني او بشرا بي بي په ضد صرف په اختر کښې د واده کولو تورونه لګولې شوي دي۔
عدالت د جنورۍ په ١٨مه د استغاثې شاهدان راوبلل، عدالت وويل چې په ٤٩٦ بي کې قانوني دوه ګواهان پکار دي، دلته يو دى، عدالت تور په ٤٩٦ بي کې پرې کوي.
ياده دي وي چي شاهد لطيف د پي ټي آئي باني او بشرا بي بي باندي شپږ کاله وړاندي د پيښي تورونه لګولي وو۔
د عدت نکاح د مقدمې نوره اورېدنه به د جنورۍ په 18مه نېټه کېږي.