د ورلډ اکنامک فورم په غونډه کښې وزیراعظم انورحق د مختلفو هیوادونو مشرانو او تاجرانو سره مهم ملاقاتونه کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د ورلډ اکنامک فورم په غونډه کښې وزیراعظم انورحق د مختلفو هیوادونو مشرانو او تاجرانو سره مهم ملاقاتونه کړي دي.
د سویس په داووس کې د روانې غونډې په څنډه کې سرپرست صدراعظم د امریکا د ولسمشر له ځانګړي مرستیال جان کیري، د سریلانکا له ولسمشر رانیل ویکرما سنګهـ او د لبنان له صدراعظم نجیت میکاتي سره وکتل.
په دې کتنه کې د اقلیم د بدلون، د سوداګرۍ د ودې او د غزې په وضعیت خبرې وشوې.
د ورلډ اکنامک فورم د غونډې په څنډه کې نگران وزيراعظم د خوراکي او زراعتي مصنوعاتو د شرکت کارګيل انک سي اي او سره هم وليدل۔
په ملاقات كښې وزيراعظم په نړيواله كچه د زراعت سكتور او د فوډ سيكورټي په لړ كښې د پاكستان په اهميت زور راوړو او د بهرنيو سرمايه كارانو لپاره په پاكستان كښې د موجودو غوره تجارتي فرصتونو په اړه خبرې وشوې۔
Brian Sikes, CEO of Cargill Inc called on the Prime Minister today on the sidelines of the 54th Annual Meeting of the World Economic Forum in Davos, Switzerland. The Prime Minister emphasized the immediate need to realize the true potential of Pakistan’s agricultural sector by… pic.twitter.com/zoSOVnI2OM
— Prime Minister's Office (@PakPMO) January 16, 2024
Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar meets Sri Lankan President Ranil Wickremesinghe on the sidelines of the World Economic Forum in Davos, today. #PMKakarAtWEF#WorldEconomicForum pic.twitter.com/hGAZzaEMlg
— Prime Minister's Office (@PakPMO) January 16, 2024






