پي ټي ائي اوس هم د اليکشن کميشن په ويب سائټ د رجسټرډ سياسي پارټو په فهرست کښې دے

باغی ټي وي رپورټ
پي ټي ائي اوس هم د اليکشن کميشن په ويب سائټ د رجسټرډ سياسي پارټو په فهرست کښې دے.
د بیټ نښان ختم شو، ایا د تحریک انصاف پارلماني قوت به پاتې شي؟ د تحقیقاتي انصار عباسي د راپور له مخې چې د دی نیوز ایډیټر دی، اساسي قانون په دې اړه خاموش دی چې ایا هغه څوک چې د خپلواکو په توګه ټاکنې وګټي د هغه سیاسي ګوند سره یوځای شي چې انتخاباتي نښه یې واخیستله.
په راپور کې راغلي چې اساسي قانون بریالي نوماندانو ته اجازه ورکوي چې په رسمي جریده کې د نوم له خپرېدو وروسته په دریو ورځو کې له هر سیاسي ګوند سره یوځای شي.
د سينئر قانونپوه انور منصور په وينا، هغه کانديدان چې د ټاکنو نه وروسته د خپلواک په توګه وګټي، د پي ټي ايي سره د يو ځای کېدو اختيار لري.
خو د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد د اليکشن کميشن د رجسټرډ پارټيز ليسټ کښې د پي ټي آئي په موجودګۍ حيرانتيا څرګنده کړې او وئيلي ئې دي ده د حيرانتيا څرګندونه وكړه او ويې ويل چې د كوم سياسي ګوند رجسټريشن چې د انتخابي نښان نه محروم وي هغه هم لغوه كړې شوې او كوم كسان چې د آزاد امیدوار په توګه انتخابات وګټي هغه به هم پي ټي آئي كښې ګډون نه شي کولې.






