د پخواني وزيراعظم عمران خان او د پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف سایفر قضیه کښې د آفيشل سيکريټ ايکټ خاص عدالت کښې څلور ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزيراعظم عمران خان او د پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف سایفر قضیه کښې د آفيشل سيکريټ ايکټ خاص عدالت کښې څلور ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړي دي۔
د سيفرې مقدمې اورېدنه اډياله جيل کښې د آفيشل سيکرټ ايکټ خاص عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين وکړه.
د ايف آئي اے لخوا سينئر اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار عباس نقوي او پراسيکيوټر رضوان عباسي عدالت ته حاضر شول. د پي ټي آئي باني او د شاه محمود قريشي وکيل علي بخاري او بيرسټر عمير نيازي او نور موجود وو۔
د اوريدنې په مهال د پي ټي آئي باني او شاه محمود قريشي د عدالت په کمره کښې موجود وو۔ د اوريدنې نه وړاندې د خصوصي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د پي ټي آئي د باني او شاه محمود قريشي د وکيلانو په ناوخته راتګ د غصې څرګندونه وکړه او ويې ويل چې دوي نن سهار نهه بجې اډياله جيل ته راغلي دي، درې ساعته شوي دي او وکيلان نه دي راغلي. راځي
په دې اړه د شاه محمود قرېشي وکيل علي بخاري عدالت ته وويل چې هغه ته اجازه نه ورکول کېږي چې له خپل موکل شاه محمود قريشي سره د قضيې په اړه مشوره وکړي. عدالت اوريدنه وځنډوله او علي بخاري ته يې د لسو دقيقو لپاره د شاه محمود قريشي سره د مشورې اجازه ورکړه.
وروستو عدالت ته د ريفرنس په مقدمه کې د څلورو ګواهانو اقرا اشرف، شمعون قيصر، عمران ساجد او حسيب بن عزيز بيانونه ريکارډ کړل شول. عدالت سبا ته نور شاهدان رابللو سره اورېدنه ځنډولې۔





