خیبر پښتنوخوا پولیسو د نشه ی توکو پر ضد پراخه عملیات پیل کړي دي

د لنډي کوتل پولیسو هم له افغانستان څخه پاکستان ته د نشه ی توکو هڅه شنډه کړې ده
0
258

نصیب شاه شینواري
په خيبر پښتونخوا کې پوليسو د نشه يي توکو پر ضد په پراخه کچه عمليات پيل کړي دي، په دې څو ورځو کښې ی یو شمیر د نشه ی توکو جوړونکې کارخانې تړلي او له افغانستان څخه ی پاکستان ته هم د نشه ی توکو د قاچاق کولو هڅې ناکامه کړي دي.

په خيبر ضلع کې دپوليسو لخوا دنشه يي توکو له مينځه وړلو لپاره دتيرو دوه اوونيو په مهال په قبائيلي سيمو کې د هيروئينو دجوړولو د٣ؤ کارخانو څخه ٨٥ کيلوګرامه هيروين نيول شوي اؤ دتورخم پولې ته نزدې دکلابندۍ په مهال ٧ کيلو ګرامه چرس او نور نشه يي توکي ترلاسه شوي دي. مهمه ده چې دغه نشه ی توکي چې د ۳۵ کروړه روپی قیمت لري د پولیسو له لوري ونیول شول.
دپوليسو دچارواکو وينا ده چې دنشه يي توکو په ضد دا وروستى عمليات دخيبر ضلعې په تاريخ کې تر ټولو ستر عمليات او کاروایی ده.

دپوليسو دچارواکو په وينا زياتره نيول شوي شکمن افغانان دي چې نۀ يواځې په نړيواله کچه يې نشه يي توکي قاچاق کول بلکې دترهګرو په مالي ملاتړ کې يې هم لاس درلود.
پولیسو په لنډی کوتل کښې هم د آیس نشه ی توکو قاچاق هڅه ناکامه کړه
پولیس پخه اراده لري چې نشه یي توکو له منځه وړلو سره د یوې سالمې ټولنې په جوړولو کې اساسي رول ولوبوي چې د هېواد په سوله او نظم به هم مثبته اغیزه ولري.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې وړمه ورځ هم د افغانستان څخه د نشه ی توکو هڅه هم د لنډي کوتل پولیسو له لوري شنډه کړې شوه، د لنډي کوتل ایس ایچ او اکبر خان افریدی ترمخه دوی په یو ګاړي کښې په ډیره هوښیارتیا سره ځای په ځای کړل شوی آیس برامد کړل چې ۵ کلوګرامه وو. پولیس مشر اوویل چې دوی په یوه پټه اطلاع دا کاروایی وکړه، پولیس مشر اوویل چې دا نشه ی توکي د کټ په څادر کښې په ډیر مهارت سره ځای په ځای شوي وو چې دوی ترلاسه کړل او ملزمان ی زندان ته واچول. پولیسو زیاته کړه چې دا څادر ی لیبارټرۍ ته استولي چې آیس نشه ی توکي ترې بیل کړي.
دا خبره هم مهمه ده چې د لنډي کوتل پولیسو د نشه ی توکو پر ضد دې کاروایی کښې د پولیس اهلکار آیاز شینواري او قمر عباس افریدی هم شامل وو چې د آیس سمګلنګ دا هڅه ی ناکامه کړه.

Leave a reply