په غزه کې له پرون راهیسې د اسرائیلي پوځیانو له خوا پر روغتونونو، ښوونځیو او کورونو د سختو بمباریو له امله ۱۳۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي

باغی ټي وي ربورټ
په غزه کې له پرون راهیسېد اسرائیلي پوځیانو له خوا پر روغتونونو، ښوونځیو او کورونو د سختو بمباریو له امله ۱۳۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دعربي ميډيا له مخې په خان يونس كښې دفلسطيني مقاومت دځواكونو او نيواكګرو ځواكونو ترمينځ نښتې دوام لري ، داسرائيلو په تازه بريدونو كښې 134 نور فلسطينيان شهيدان شوي دي چې له دې سره داكتوبر له 7مې نيټې راپديخوا دشهيدانو شمير 24 زرو ته رسيدلى دى .
له بلې خوا په لويديځه غاړه کې د اسرائيلي ځواکونو په عملياتو کې پنځه فلسطينيان شهيدان او پنځه نور ټپيان شول او دوه کورونه ويجاړ شول.
ديوبل خبرله مخې : دنابلس له پوهنتون څخه څو تنه محصلين هم نيول شوي دي .
بل خوا تل ابیب ته څېرمه د یهودي میشت ځایونو په برید کې یو اسراییلی وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي او دوه فلسطینیان د برید په شک نیول شوي دي.
د راپور له مخې، د ناروې مرستندویه سازمان په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او د غزې وضعیت یې د پیړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین بللی دی.
د بله پلوه د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي دي چې د غزې په سویل کې روان پوځي عملیات پای ته نزدې دي او د غزې د جګړې د پای ته رسیدو نه وروسته به د اسراییلو مشري د فلسطینیانو په غاړه وي. په غزه کې فلسطینیان ژوند کوي، نو په راتلونکي کې به فلسطینیان پرې حکومت کوي.






