د خېبرپښتونخوا څلورو سترو سیاسي ګوندونو په اکثرو حلقو کې امیدواران نه دي را میدان ته کړي

0
64

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا څلورو سترو سیاسي ګوندونو په اکثرو حلقو کې امیدواران نه دي را میدان ته کړي.

د پاکستان تحريک انصاف پارليمنټيرينز چې د پخواني وفاقي وزير پروېز خټک په مشرۍ جوړ شوی ګوند د قامي او صوبايي اسمبلۍ ۶۵ حلقو ته کانديدان نه شي ګرځولی.

عوامي نېشنل ګوند، چې يو وخت په صوبه کې واکمن ګوند و، په ۲۰ صوبايي حوزو کې کانديدان نه دي ولاړ، په داسې حال کې چې د پاکستان پيپلز ګوند هم په ۱۴ صوبايي حوزو کې کانديدان نه دي چمتو کړي.د دې تر څنګ د پاکستان مسلم لیګ (ن) چې څو ځلې یې په وفاق کې حکومت جوړ کړی، د خیبر پښتونخوا په ۱۰ صوبايي حوزو کې یې نوماندان نه دي ولاړ کړي.

په دې توګه جمیعت علمای اسلام په ۵ حلقو کې د کاندیدانو میدان ته راوستلو کې پاتې راغلی دی.

Leave a reply