د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر حامد خان د پي ټي آئي نظریاتي سره د تعلق په مسله خپله بې خبري ښودلې ده

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر حامد خان د پي ټي آئي نظریاتي سره د تعلق په مسله خپله بې خبري ښودلې ده۔

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کې خبرو کې حامد خان وويل چې اختراقبال ډار د فشار له امله خپل دريځ بدل کړی، د پي ټي ائي نظريې سره د يو ځای کېدو په پرېکړه کې زما رضايت شامل نه و.

ده ووئيل ما د شمولیت نه وړاندې واضحه كړې وه چې د اختر اقبال ډار ضمانت نه دے، د شمولیت فيصله د كور كمېټۍ كړې وه، زما په خيال د پي ټي آئي باني له دې پرېكړې خبر نه وو۔
د سپريم کورټ د پرېکړې په غبرګون کې حامد خان وويل، چې موږ محکمې ته ويلي وو، چې که پي ټي ايي د ANP په څېر جرمانه شي او انتخابي نښان ورکړل شي، نو ګوند به بيا ټاکنې کوي.

ياده دي وي چي تحريک انصاف خپلو اميدوارانو ته د پي ټي آئي نظرياتي پارټي د دويم بيچ لپاره ټکټونه جاري کړي وو او آر اوز ته ئي د ټکټونو جمع کولو هدايات کړي وو د کومي وروسته چي د پي ټي آئي نظرياتي پارټۍ مشر اختر اقبال ډار تور لګولي وو چي پي ټي آئي زموږ جعلي ټکټونه جمع کړي دي۔ .

Leave a reply