په ټولټاکنو کې د پي ټي ائي بريا په هيواد کې د کورنۍ جګړې لامل جوړیدلې شي: احسن اقبال

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر احسن اقبال وئيلي دي چې په ټولټاکنو کې د پي ټي ائي بريا په هيواد کې د کورنۍ جګړې لامل جوړیدلې شي.
د ظفروال نه پي پي 54 لپاره د مسلم ليګ ن د انتخابي کمپاين په مهال يوې کارنر غونډې ته په وينا کې احسن اقبال وويل په کال 2018 کې يو څو ججانو او جنرالانو د پي ټي ائي بنسټ ايښودونکی مسلط کړ.

ده ووئيل په 2018ء كښې هغه چا چې د يو سي چلولو تجربه هم نه لرله حكومت ترلاسه كړو٬ د سازش لاندې د پي ټي آئي باني٬ صادق٬ امين او نواز شريف نااهل كړے شو۔

Leave a reply