متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان له کراچۍ څخه خپلو امیدوارانو ته ټکټونه ورکړي دي
باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان له کراچۍ څخه خپلو امیدوارانو ته ټکټونه ورکړي دي.
پخوانى صوبائي وزير محمد حسين د ټکټ نه محروم کړے شو ولي خواجه اظهار الحسن اول په غوسه شو خو بيا د اين اے 247 نه د قومي اسمبلۍ ټکټ ورکړے شوے دے۔
له دې څوکۍ مخکې مصطفی کمال د ایم کیو ایم کاندید و، اوس به مصطفی کمال له این اې ۲۴۲ یوازې یوه څوکۍ انتخابات کوي.
د دې نه علاوه ډاکټر خالد مقبول صدیقي به این اے 248 او فاروق ستار به د دوه حلقو نه خپل قسمت آزمائي کوي.
ایم کیو ایم هم د قامي اسمبلۍ نه دوه زنانو ته ټیکټ ورکړی دی چې پکښې ډاکټر فوزیه حمید این اے 229 او آسیه اسحاق این اے 232 کورنګي نه امیدوارانې دي.
له لانډۍ څخه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی محمد ابوبکر به اوس د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته انتخابات کوي، د دې ترڅنګ د پي ایس 96 څخه شبیر قائم خاني ټکټ ترلاسه کړی دی.