په پنجاب کې مسلم ليګ (ن) اته نوي څېرې د قومي اسمبلۍ لپاره کانديد کړي دي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې مسلم ليګ (ن) اته نوي څېرې د قومي اسمبلۍ لپاره کانديد کړي دي.

د جنګ الیکشن سیل د راپور له مخې د نواز شریف لور مریم نواز شریف د لومړي ځل لپاره له لاهور څخه په ټاکنو کې برخه اخلي.

بلال اظهر کیاني له جهلم څخه د میجر جنرل (ر) اظهر کیاني زوی، د پخواني ولسمشر رفیق تارڑ لمسی عطاءالله تارڑ، له مري څخه د مظفرګړ د قومي اسمبلۍ د پخواني غړي باسط سلطان بخاري لور شهر بانو بخاري، پخوانې وزیر راجا اشفاق د سرور زوی راجا اسامه سرور په ټاکنو کې برخه اخلي.
بلخوا د شیخوپورې نه د پخوانې ایم این اے رانا افضل حسین زوی رانا احمد عتیق، د بهاولپور نه د پخواني ایم این اے نجیب اویسی زوی عثمان نجیب اویسی او د رحیم یار خان نه د مولوی طارق زوی عزیر طارق ګډون کوي.

په پنجاب کې د مسلم ليګ (ن) د قامي او صوبايي اسمبلۍ ۳۶ کانديدان نزدې تعلق لري.

نواز شريف، لور يې مريم نواز، د نواز شريف ورور شهباز شريف او زوى حمزه شهباز د قومي اسمبلۍ لپاره کانديدان دي او مريم، حمزه او شهباز شريف هم د صوبايي اسمبلۍ لپاره کانديدان دي.

د يادونې وړ ده، چې د ټاکنو کمېسيون له لوري په ټول هېواد کې د ټاکنو نېټه د فبرورۍ پر اتمه ټاکل شوې ده.

Leave a reply