روسيې پر حوثي ياغيانو د امريکا او برتانيې بريدونه د بل هېواد پر وړاندې ښکاره وسله وال يرغل بللی دی

0
173

باغی ټي وي رپورټ
روسيې پر حوثي ياغيانو د امريکا او برتانيې بريدونه د بل هېواد پر وړاندې ښکاره وسله وال يرغل بللی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یمن د وضعیت په اړه غونډه وشوه، چې روسیې پر حوثي یاغیانو د امریکا او برتانیې بریدونه د بل هېواد پر وړاندې ښکاره وسله وال یرغل وباله.

په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر وویل چې د یمن ټولو هیوادونو په پراخه پیمانه د یمن په خاوره حمله وکړه دا په هیواد کښې دننه په یوې ډلې حمله نه ده بلکې د ټول هیواد په خلکو حمله ده .
د روسیې سفیر زیاته کړې، چې د یمن په برید کې له جنګي بېړیو او سب میرینونو هم کار اخیستل شوی دی.

ياده دې وي چې حوثي ياغيانو د يمن له سواحلو څخه ۹۰ سمندري مايله لرې پر امريکايي بېړۍ بريد کړی و، چې د امريکا او برتانيې لخوا د يمن په ۷۳ ځايونو بريدونه شوي وو، چې په ترڅ کې يې ۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي وو.

Leave a reply