که اسټيبلشمنټ په اليکشن کميشن فشار دے نو ثابته کړه چي اسټيبلشمنټ به ولي د ټاکنو پر کمیسیون فشار اچوي: چیف جسټس د پی ټي ایی وکیل سره خبرې

0
90

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د انټرا پارټي الیکشن کيس سماعت په مهال چيف جسټس آف پاکستان د تحريک انصاف وکيل ته وئيلي دي چي تاسو وايئ چي اسټيبلشمنټ په اليکشن کميشن فشار دے نو ثابته کړه چي اسټيبلشمنټ به ولي د ټاکنو پر کمیسیون فشار اچوي.

سپريم کورټ کښې د پي ټي آئي د انټرا پارټيز انتخاباتو او تور انتخابي نشان په اړه د کيس سماعت په مهال چيف جسټس د پي ټي آئي وکيل علي ظفر ته اوويل چې په سوشل ميډيا يا ميډيا باندې د الېکشن کمېشن تورونه لګول بس نه دي که چرې. د ټاکنو په کميسون باندې د تشکيلاتو له خوا کوم فشار راځي، نو دا هم ثابته کړئ، چې اسټيبلشمنټ به ولې د ټاکنو په کميسيون فشار راوړي.
جسټس قاضي فائز وويل عدالت په آئيني ادارو کنټرول نۀ شي کولى، کله چې تاسو دبدبختۍ تور لگولى نو ووايه چرته ده.

چيف جسټس آف پاکستان وويل اليکشن کميشن ورته وئيلي دي چې دپي ټي ائي حکومت په مهال شوکاز نوټس جاري کړل شوى ؤ. اليکشن کميشن پي ټي آئي ته نوټس ورکړو کله چې دا حکومت کښې وو نو د اليکشن ايکټ په آئيني اصولو تبصره نه کوي ځکه چې هيچا هم دا چيلنج نه دے کړے.
جسټس قاضي فائز وويل دانتخاباتو قانون چيلنج شوى نۀ دى نو په دې قانون به بحث نۀ کوي، په دې اړه علي ظفر وويل مونږ هم دانتخاباتو قانون چيلنج نۀ کوو.

بلخوا جسټس محمد علي مظهر پوښتنه کړې چې ايا پي ټي آئي د جاري شوي شيډول مطابق عمل کړی دی؟ ایا ټاکنې رڼې وې؟ دا څرګنده وه چې څوک په ټاکنو کې ګډون کولی شي او څوک نشي کولی. تاسو د لیول پلینګ فیلډ غوښتنه کوئ، ستاسو غړو ته هم باید د لیول پلینګ فیلډ ورکړل شي، د ټاکنو کمیسیون له شکایتونو وروسته په اتومات ډول اقدام نه دی کړی.

Leave a reply