د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په پنجاب ایالت کې د شهرت له پلوه تر ټولو مخکښ دی

0
89

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په پنجاب ایالت کې د شهرت له پلوه تر ټولو مخکښ دی.

د ګیلپ پاکستان په یوه سروې کې ۶۰ سلنه خلکو نواز شریف د خپلې خوښې مشر بللی، په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر ۵۳ سلنه خلکو سره دویم ځای لري.

په ملي کچه د پي ټي آی د بنسټ ایښودونکي مقبولیت له ۳ سلنې پواينټونو ۵۷ سلنې ته راښکته شوی خو بیا هم په ټاکنو کې مخکښ دی.
خو په ملي کچه د نواز شریف محبوبیت ۱۶ سلنه زیات شوی او ۵۲ سلنه پاکستانیان هغه د خپلې خوښې وړ بولي.

بل خوا د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر بلاول بهټو زرداري د ٣٥ فيصده رايو سره په قامي کچه دريم مقبول مشر پاتې شوى، خو د هغه د منظورۍ درجه يو فيصده کمه شوې ده.

په پنجاب کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق د ۳۶ فيصده، بلاول بهټو زرداري ۳۴ فيصده، سعد رضوي ۳۱ فيصده، مولانا فضل الرحمان ۲۷ فيصده او جهانګير ترين د ۲۱ فيصده رايو په لرلو سره دريم مشهور مشر دی.

Leave a reply