باغی ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي د انټرا پارټي الیکشن او انتخابي نشان مقدمې په اړه تحریري پریکړه جاري کړې ده.

د پيښور هائي کورټ جسټس ارشد علي په ٢٦ پاڼو مشتمل ليکلې فيصله کړې ده چې پکې وئيل شوي چې عدالت ځان په دوه سوالونو پورې محدود کړى، لمړۍ پوښتنه دا ده چې آيا دغه مقدمه پيښور هائي کورټ کې اوريدلى شي؟ دویمه پوښتنه، ایا ټاکنو کمیسیون د انټرا پارټۍ ټاکنو په اړه د پرېکړې واک لري؟
د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې ټولټاکنې په خېبرپښتونخوا کې شوي او اليکشن کميشن هم په صوبه کې دی.د الېکشن ايکټ د ٢٠٩مې مادې له مخې اليکشن کميشن اختيار نه لري په داسې حال کې چې د سپريم کورټ د پرېکړو په رڼا کې عدالت، اسلام اباد هائي کورټ او پيښور هائي کورټ هم دا اختيار لري چې د مقدمې اورېدنې واک لري.
د محکمې په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې سیاسي ګوند جوړول د پاکستان د هر وګړي اساسي حق دی او سیاسي ګوندونو ته باید د انتخابي نښان لاندې د ټاکنو د ترسره کولو حق هم ورکړل شي.

عدالت ويلي د انتخابي نشان د آئيني حق نه انکار نۀ شي کيدلى نو ځکه د اليکشن کميشن فيصله غيرقانوني ده، پي ټي آئي هم د انتخابي نشان حق لري، د پي ټي آئي سند دې په ويب سائټ جاري کړل شي.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، چې په دې اړه به تفصیلي پرېکړه وروسته له نورو دلایلو او وضاحت سره خپره شي.

Leave a reply