پيښور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د سپکاوي درخواست په اړه اليکشن کميشن ته نوټس جاري کړے او جواب ئې غوښتې دې

باغی ټي وي رپورټ
پيښور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د سپکاوي درخواست په اړه اليکشن کميشن ته نوټس جاري کړے او جواب ئې غوښتې دې۔
پيښور هائي کورټ کښې د الېکشن کمېشن په ضد د پي ټي آئي د توهين عدالت درخواست اورېدنه وشوه۔
د اوريدنې په مهال قاضي انور او شاه فيصل الياس وکيل عدالت ته حاضر شول.
د پي ټي آئي وکيلانو وئيلي دي چي پيښور هائي کورټ اليکشن کميشن ته امر کړي وو چي د پي ټي آئي سرټيفيکيټ په ويب سائټ نشر کړي ولي نه پي ټي آئي ته د انتخابي نشان سرټيفيکيټ جاري کړے شو او نه ئي اليکشن کميشن دغه سند په ويب سائټ جاري کړے دے۔
پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي په درخواست باندي اليکشن کميشن ته نوټس جاري کړے او جواب ئي طلب کړے دے۔
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف د انټرا پارټيز انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن په ضد د پيښور هائي کورټ کښې د توهين عدالت درخواست جمع کړې دې او د انټرا پارټيز انتخاباتو په حقله د تور نشان نه ورکولو په ضد درخواست دائر کړې دې۔





