د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کښې پوليسو د هيروئن جوړولو په کارخانه چاپه وهلې او په زياته اندازه نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي.
باغی ټي وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کښې پوليسو د هيروئن جوړولو په کارخانه چاپه وهلې او په زياته اندازه نشه يي توکي يې ترلاسه کړي دي.
د خېبر ضلعې پولیس افسر سلیم عباس وینا ده چې پولیسو د شین غر په لرې ځپلې سیمه کې د هیروئینو جوړولو په یوه کارخانه چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې د کارخانې دننه د پولیسو لخوا ډزې شوې دي.
دپوليسو مشر وويل په دغه نښته کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى خو تورن په تېښته بريالى شوى دى.
د سليم عباس په وينا، له فابريکې څخه ١٥ کيلوګرامه هيروئين او ١٧ کيلوګرامه هيروين په کې کارول شوي کيمياوي توکي ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې د فابريکو خاوندانو په ملي او نړيواله کچه نشه يي توکي رسول او له ترهګرو سره يې مالي مرسته هم کوله.
د سليم عباس په وينا، پوليسو نشه يي توکي او د کارخانو وسايل ترلاسه کړي او پلټنې يې پيل کړې دي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ٣ شکمنو کسانو پر ضد د ترهګرۍ مقدمې هم ثبت شوې دي.