امریکايي او بریتانوي الوتکو په یمن،صنعا برید کړې، په پلازمینه کښې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي

0
139

باغی ټي وي رپورټ
امریکا او بریتانیا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد نوې محاذ پرانستل، امریکايي او بریتانوي الوتکو په یمن کې پر حوثي یاغیانو چې له فلسطینیانو څخه د ملاتړ په څرګندولو کې مخکښ وو، بمبارۍ پیل کړې او په پلازمینه کې د چاودنو غږونه هم اورېدل کېدل.

په یمن باندې د امریکې او برطانیې له هوایی حملو وروسته د یمن د انقلابی مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی له تیری سره د مقابلې هوډ څرګند کړ او ملت ته یې پیغام ورکړ چې دښمن باید د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شی.
د عربي رسنیو د راپور له مخې، د جنګي الوتکو، کښتیو او اوبتلونو په مرسته، د یمن په پلازمینه صنعا، د الحدیده په بندري ښار او د صعده په شمالي ښارګوټو کې تر سلو زیات ځایونه د ټام هاک توغندیو بریدونه شوي دي. په بریدونو کې هم کارول شوي.
د امریکا ولسمشر بایډن له بریدونو وروسته په یوه بیان کې ویلي، چې دا بریدونه په سور سمندرګي کې پر نړیوالو کښتیو د بریدونو ځواب وو، چې په کې د لومړي ځل لپاره د بېړۍ ضد بالستیک توغندي هم کارول شوي وو.

د برتانیې لومړي وزیر ریشي سونک په خپل بیان کې ویلي، حوثي یاغیانو ته څو ځلې په کښتیو د بریدونو خبرداری ورکړل شوی او دا وضعیت د زغملو وړ نه دی.
هغه وویل چې د اسراییلو اړوند کښتۍ باید د سور سمندر، عرب سمندر او باب المندب له لارې د تیریدو مخه ونیول شي.

عبدالمالک الحوثي وویل چې په زرګونو یمني اتباعو د امریکايي اجنټانو په وړاندې خپل ژوند قرباني کړ، اوس چمتو دي چې له امریکا، انګلستان او اسرائیلو سره د فلسطینیانو لپاره مستقیمه معامله وکړي.

له بلې خوا سعودی عربستان په یمن باندې دامریکا او انګلستان دحملو په غبرګون کښې وویل د یمن په څو ځایونو دامریکا او انګلستان د هوایی حملو په اړه ژوره اندیښنه لری .

Leave a reply