د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو وئيلي دي چې د اشرافيه غريب دښمن سياسي ګوندونه په پنجاب او ټول ملک مسلط شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو وئيلي دي چې د اشرافيه غريب دښمن سياسي ګوندونه په پنجاب او ټول ملک مسلط شوي دي، هغه اوویل چې ټول سیاسي ګوندونو سره به مقابله وکړي.
بلاول بهټو زرداري په فيصل اباد کې انتخابي جلسې ته د وينا په مهال وويل ځينې د جيل نه د وتلو دپاره انتخابات کوي او ځينې د جيل نه د بچ کېدو دپاره انتخابات کوي، دغه خلک په ټاکنو کې په گډون خپلې شخصي ستونزې حل کول غواړي.
ده ووئيل د خلقو سره وعده ده چې كه پيپلز پارټۍ ته موقع په لاس ورشي نو معاش او آمدن به دوه چنده كوي، درې ميليونه كورونه به جوړوي، كوچنۍ آبادي به باقاعده كوي، كروندګرو ته به مالي مرستي او بيمه وركوي۔