د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.

د IMF اجرایوي بورډ په واشنګټن کې یوه غونډه وکړه چې په ترڅ کې پریکړه وشوه چې پاکستان ته د پور بل قسط صادر کړي.

د خزانې وفاقي وزارت لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د آئي اېم اېف ايګزيكټيو بورډ پاكستان ته د 700 مېليون ډالرو مرستې منظوري وركړې ده۔
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د سټنډرډ تړون له مخې پاکستان ته ۱ میلیارد ۹۰۰ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي.

د مالیې وزارت وايي، د پیسو نړیوال صندوق اجرایوي بورډ پاکستان ته د ۷۰ میلیونو ډالرو د سمدستي خوشې کولو منظوري ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق د بیاکتنې ماموریت پاکستان ته سپارښتنه کړې وه چې دغه قسط صادر کړي.

پاکستان د IMF لخوا وړاندیز شوي ټول لومړني ټکي پلي کړي.

Leave a reply