د پي ټي آئي باني او د هغه د مېرمنې بشرې بي بي په ضد د توشه خانې ريفرنس اورېدنه اډياله جيل کښې اوشوه چې پکښې نيب ته د 10ؤ نه 4ؤ ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړل
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي باني او د هغه د مېرمنې بشرې بي بي په ضد د توشه خانې ريفرنس اورېدنه اډياله جيل کښې اوشوه چې پکښې نيب ته د 10ؤ نه 4ؤ ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړل۔
شاهدانو چې خپل بيانونه ريکارډ کړي د سيکشن افسر توشيخانه بنيامين، ايډيشنل ډائريکټر نيب قيصر محمود، د ايس بي پي جوائنټ ډائريکټر ساجد خان او اسسټنټ ډائريکټر خارجه محمد فهيم نومونه شامل دي۔
په عدالت کې د پي ټي ائي د باني وکيل وويل چې تيرو ټولو حکمرانانو د توشه خانې نه تحفې اخستي، بلټ پروف ګاډي هم اخستل شوي دي.
ده ووئيل د پي ټي آئي باني خلاف د توشه خانه ريفرنس د بد دیانتۍ په بنياد دے ۔
عدالت د مقدمې اورېدنه د يوې ورځې لپاره ځنډولې ده، د مقدمې نوره اورېدنه به نن کېږي.