د پېښور هائي کورټ چيف جسټس محمد ابراهيم خان د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر امېل ولي خان ته امر کړی چې د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې يو مطبوعاتي کانفرنس کښې د رد بيان جاري کړي خو د عدالت حکم باوجود د اې اين پي مشر په خپل دريځ ولاړ دې.

0
73

باغی ټي وي ربورټ

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د توهين عدالت کیس کې پېښور های کورټ کې حاضر شوی، چیف جسټس محمد ابراهیم خان ویلي چې ویډیو کېږدئ او وګورئ چې دا هماغه سړی دی که نه، موږ ته د هر سیاسي ګوند پروا ده، موږ به یې ساتو. د قانون له مخې، هو ایمل ویلی زما کشر ورور دی، زه به بخښنه وکړم خو دا ویډیو خپره کړه، وکیلانو غوښتنه وکړه چې دا ویډیو باید په محکمه کې ونه چلول شي،
جسټس محمد ابراهيم خان وويل دا ويډيو وګورم، ايميل وګورم او پخپله اعتراف وکړم، زه په خپل ځان خفه نه يم، د عدالت په وقار غمجن يم.

د پيښور هائي کورټ چيف جسټس ايمل ولي خان سره د خبرو په مهال وويل تاسو زما د بچي په عمر يئ، تاسو د يوې ډيرې لويې کورنۍ سره تعلق لري چې مونږ يې احترام کوو، ايمل ولي خان وويل چې ما صرف ګیله کړې، چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې ښځې دا کار کوي، نارینه شکایت نه کوي، تاسو به راغلي وو او خپلې اندېښنې به مو څرګندې کړې وې، .

Leave a reply