د مسلم ليګ (ن) مشر خواجه آصف د سپريم کورټ د پخواني جج مظهر نقوي د اثاثو د پلټنې غوښتنه کړې ده

0
86

باغی ټي وي ربورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر خواجه آصف د سپريم کورټ د پخواني جج مظهر نقوي د اثاثو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

خواجه اصف د سترې محکمې د پخواني قاضي القضات مظهر نقوي د استعفا په غبرګون کې ویلي، چې د استعفا منل به کافي نه وي، د اثاثو پلټنه باید د سیاستوالو په څېر د قاضيانو او د هغوی له اولادونو وشي.
هغه وویل چې په آخرت کې حساب د الله تعالی په اختیار کې دی، خو که په دې دنیا کې دا کار ونه کړو، نو ټول به یو شان ګناهکاران یو.
د جسټس مظهر نقوي د استعفا غلط کال په اړه خواجه اصف وويل ما اوريدلي چې مظهر نقوي په غلطۍ سره په خپله استعفا کې د ۱۰ جنورۍ ۲۰۲۴ پر ځای ۱۰ جنورۍ ۲۰۲۳ ليکلي خو د تورونو په نظر کې نيولو سره د هغه استعفی ۲۰۲۳ کې شوې چې د عزت او احترام وړ نه ده. قاضي به د یو کال لپاره په دفتر کې پاتې شي.

ياده دې وي چې پخواني قاضي مظهر نقوي چې سپريم جوډيشل کونسل کې ريفرنس وړاندې کړی و، تېره ورځ يې خپله استعفا ولسمشر ته لېږلې وه چې منل شوې ده.

Leave a reply