پيښور کښي د ضم قبایلي سیمو خبریالانو مرکزي دفتر پرانسته وشوه
نصیب شاه شینواري
د ټرایبل یونین اف جرنلسټس مرکزي دفتر دستوره کښي اين اے 27 نه د جماعت اسلامي اميدوار شاه فيصل آفريدي په فیته پریکولو سره د دفتر پرانسته اوکړه۔
په دې موقع د جماعت اسلامي مشر شاه فيصل آفريدي اوويل چې په هېواد كښې امن او پرمختګ لپاره د صحافت او سياست کردار ډیر زیات مهم دې.
نوموړي اوویل چې د پرمختګ په دې سفر کې به له هیڅ ډول قربانۍ څخه دریغ شاته نه ځي.هغه اوویل چې د ټاکنو په کمپاین کښې یو شمېر سرمایه داران هارس ټریډن
کوي، زیاته ی کړه چې ځوانان به دا ځل یو ریښتیني مشر په ټاکلو کښې بنیادي رول ولوبوي.
شاه فیصل افریدي اوویل چې ټول سیاسي ګوندونه ی په سیمه کښې د سولې راوستلو لپاره په یوه پلیټ فارم را یو ځای کړي دي.
نوموړي اوویل چې لس کاله وروسته، د TUJ د ټاکنو د ترسره کولواو د خبریالانو یونین په بحالولو په اړه ی نوي ټاکل شوي صدر قاضي فضل الله، جنرل سيکرټري خادم خان آفريدي پشمول ټولي کابينې ته مبارکي ورکړه او ددوی دې کار ی ډیره ستاینه وکړه.
…………