لنډي کوتل کښې د سینیټر تاج محمد افریدی تیز بیټنګ او بالنګ دوام لري

د لوی شلمان پړانګ درې یو لوی مشهور شخصیت سیدعالم شلماني الحاج کاروان،پی ایم ایل ن ګوند سره یو ځای شوې دې
0
218

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل این اې ۲۷ او پي کې ۶۹ حلقه کښې د سینیټر تاج محمد آفریدی تیز بیټنګ او بالنګ جاري دې، د پی ټي آیی ویکټ راغورځولو پس د لوی شلمان مشهور شخصیت الحاج کاروان سره یو ځای شول.
په دې لړ کښې کښې د ګل په ورځ د لنډي کوتل په لرې پرته سیمه لوی شلمان پړانګ دره کښې یوه شمولیتي دستوره تابیا شوې وه چرته چې د بلدیاتي ټاکنو آزاد امیدوار سیدعالم شلماني په الحاج کاروان کښې د شاملیدو اعلان وکړو.
په خپله وینا کښې ی اوویل چې دا پریکړه ی د مشرانو او ځوانانو سره د مشورې کولو پس کړې ده او دا چې د الحاج کاروان، سینیټر تاج محمد افریدی اولس خدمت زیات وو نو ځکه ی دې ګوند سره د یو ځای کیدلو فیصله وکړه.
د دستورې په آخر کښې پخواني پارلیماني مشر شاه جی ګل افریدي سیدعالم شلماني ته په الحاج کاروان او پاکستان مسلم لیګ ن کښې په شاملیدو مبارکي ورکړه او دوی ته ی د پي ایم ایل ن ټوپۍ او مفلر ور په غاړه کړل.

….

Leave a reply