د باجوړ تحصیل ماموند کښې د پولیس ټرک سره نزدې چاودنه کښې پنځه اهلکار مړه او لس ژوبل شوي دي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د باجوړ تحصیل ماموند کښې د پولیس ټرک سره نزدې چاودنه کښې پنځه اهلکار مړه او لس ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دغه چاؤدنه په ماموند تحصيل کې دپوليسو بيلوټ فرش گاډي سره نزدې شوې چې په نتيجه کې يې 5 افسران وژل شوي اؤ 10 ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، دغه پولیس د پولیو ضد کمپاین د ټیم د امنیت لپاره روان وو، چې پر موټر یې چاودنه وشوه.

د چاودنې ټپيان د خار روغتون ته لېږدول شوي او سيمه کلابنده شوې او د ترهګرو او د هغوى د اسانتياوو د موندلو لپاره عمليات پيل شوي دي.

Leave a reply