د پاکستان د الېکشن کمېشن وفاقي سیکرټري عمر حمید ویلي دي چې کله یې د جنورۍ په پنځمه خپله استعفا وړاندې کړه نو چیف الیکشن کمشنر ورته د بستر آرام وړاندیز وکړ

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د الېکشن کمېشن وفاقي سیکرټري عمر حمید ویلي دي چې کله یې د جنورۍ په پنځمه خپله استعفا وړاندې کړه نو چیف الیکشن کمشنر ورته د بستر آرام وړاندیز وکړ.
دجنګ ګروپ يو سينئر خبريال سره په ټيليفوني خبرو کې دانتخاباتو کميشن سيکرټري وويل چې ډاکټرانو ورته دعلاج په مهال دمعمول په توگه دکار کولو په مهال د آرام کولو مشوره ورکړې ده، هغه دجنورۍ په 5مه نيټه خپله استعفي د پاکستان اليکشن کميشن ته وړاندې کړې وه خو چيف د الېکشن کمېشنر سکندر سلطان راجا د بکمل شفقت استعفی منظور نه کړه او د ډاکټرانو هداياتو سره سم يې په کور کې د علاج په مهال د بستر استراحت سپارښتنه وکړه.
د الېکشن کمېشن سیکرټري ویلي چې هغه د سینې د ناروغۍ شکایت لري او د بلیو ایریا په یوه مشهور روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د اليکشن کميشن سيکرټري ټاکلو نه وړاندې وفاقي سيکرټري عمر حميد د نيشنل فوډ سيکيورټي اينډ ريسرچ د وفاقي سيکرټري دنده ترسره کوله۔
هغه د مالیې په وفاقي وزارت کې د کابینې په څانګه کې هم دنده ترسره کړې.
کله چې د وفاقي سيکرټري عمر حميد نه پوښتنه وشوه چې ډاکټرانو ورته د سينې په ناروغۍ څه ويلي وو، عام خلک په ژمي کې د سينې په ناروغۍ اخته کيږي.






